د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسټرالیا وزیر اعظم افغانستان ته تللی دی


د اسټریلیا وزیر اعظم کیون روډ په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلی. هغه پرون د خالې په ورځ د دفاع وزارت د چارواکو ، د خپل قامې امنیت صلاح کار ، او په افغانستان کې د اسټریلوي سفیر سره کابل ته ورسید. هغه د ارزګان ولایت د ګورنر امیر محمد اخونزاده سره وکتل، او د خپلو عسکرو سره یې هم ولیدل. وزیراعظم روډ وویل، اسټریلیا په ۲۰۱۴م کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروستو د افغانستان سره د مرستو ژمنه کوي. اسټریلیا په افغانستان کې شپاړس سوه عسکر لري، چې زیاتره په ارزګان ولایت کې دي. د دغه ولایت ګونر د دوی سره په تیره لسیزه کې د اسټریلوی مرستو ستاینه هم وکړه، د جون په پایې کې د وزیراعظم جوړیدو وروستو دا د روډ افغانستان ته لومړنۍ سفر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG