د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې د لسګونه کسان وژل شوي دي، اخوان المسلمین


په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند يوه وياند ويلي دي چې د دوي ٣١ پلويان نن وختي هغه وخت ووژل شول او تر ١٧٥ زيات نور ټپيان شول، کله چې په قاهره کې امنيتي ځواکونو د دوى پر مظاهره چيانو ډزې وکړې.

دغه ادعا سم د لاسه تصديق شوې نه ده. خو قاهرې ته نږدې په يوه روغتون کې روغتيايي کارکوونکو او خبريالانو تاييد کړه، چې تېره شپه ګڼ کسان په ډزو وژل شوي يا هم ټپيان دي.

تر دې مخکې د ليرې کړاى شوي ولسمشر محمد مرسي د مخالفانو او پلويانو ترمنځ د مظاهرو پر مهال په شخړو کې اووه کسان ووژل شوي وو.

زياتې وژنې په سکندريه ښار کې شوې دي. دې وژنو د مصر بحران نور هم ژور کړى دى. زيات اټکل کېږي چې پوځ به د محمد مرسي د ګوند، اخوان المسلمين په وړاندې شديد اقدامات وکړي.

په تحرير ميدان کې د مرسي يوې مخالفې مېرمن رحيم وويل، خلک اسلامپاله مشرتابه نه غواړي:

”زه دلته د ټولو شهيدانو د ملاتړ لپاره راغلې يم، ځکه موږ په دې هېواد کې اخوان المسلمين او ترهه ګري نه غواړو. موږ غواړو خلک ، هغه که مسلمانان وي يا عيسايان يو موټي وي“

بلخوا څارنوالان وايي له مرسي څخه دا مهال په ٢٠١١م کال کې د مصر د پاڅون پر مهال له بند څخه د تېښتې، د ساتونکو او سرتېرو د وژنې په تړاو څېړنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG