د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د یو پولیس په ګډون ۸ تنه وژل شوي



د پاکستان په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو او تشدد په پېښو کې تېره شپه د یو پولیس سرتیري په ګډون اته کسان وژل شوي دي.


د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي په وژل شویو کسانو کې د دوي د ګوند دوه غړي هم په نښه شوي دي .

د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې جنرل سیکرټري بشیرجان تېره شپه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي دواړه کسان د دوي د ګوند غړي و.

بشیر جان زیاته کړه چې له کله راهسې په کراچۍ کې د بلدیاتي ټاکنو خبرې پیل شوې دي ، نو ترهګرو د دوي د ګوند پر غړو او مشرانو بریدونه زیات کړي دي.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان په یوه خبرپاڼه کې د دې پېښې په کلکه غندنه کړېده او د قانون پر پلي کوونکو ادارو یې ږغ کړی دی چې د دوی د ګوند غړي دي له ترهګرو وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG