د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور برید: د پولیس جګپوړی کمندان ګل ولي خان ژوبل


پېښور: د فرنټیئر ریزرو پولیس د مرستیال کمانډنټ ګل ولي خان ګاډی
پېښور: د فرنټیئر ریزرو پولیس د مرستیال کمانډنټ ګل ولي خان ګاډی

پېښور کې په بیا بیا پولیس د وسلوالو لخوا په هدفي وژنو کې په نښه کېږي او ګڼ شمېر پولیس افسران په هدفي بریدونو او بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

د پېښور ګلبهار کې پر عشرت سینیما روډ د فرنټیئر ریزرو پولیسو د مرستیال کمانډنټ ګل ولي خان پر ګاړي د وسله والو په برید کې د هغه یو ډرائیور او یو بل ساتونکې وژل شوی او خپله هغه په پېښه کې سخت ژوبل شوی دی.


د دې پېښې په اړه د ګلبهار تاڼې محرر محمد علي مشال ریډیو ته وویل((دوه تنه پیښه کې شهیدان شوي دي چې په کې یو ډرائیور دی او یو د مرستیال کمانډنټ ساتونکی دی او خپله ګل ولي خان صاحب ټپي دی او په روغتون کې دی، د هغه پر ګاړي له دواړو خواوو ډزې شوې دي))

په دی پیښه کې ټپی شوی د فرنټیئر ریزرو پولیسو مرستیال کمانډنټ د علاج لپاره لیډی ریډنګ روغتون کې داخل کړل شوی دی.

د مرستیال کمانډنټ ګل ولي خان د روغتیايي حالت په اړه د روغتون مشر ډاکټر ارشد جاوید مشال ریډیو ته وویل(( د هغه د خېټې کیڼ اړخ ته ګولۍ لګیدلې وې او په فوري توګه مو په اپریشن ګولۍ راووېستله او دا مهال د سختې څارنې څانګه کې تر درملنې لاندې دی))

په پېښور کې له څه مودې راهیسې پولیس د وسلوالو لخوا په هدفي وژنو کې په نښه کېږي او یو شمیر پولیس افسران په هدفي بریدونو او بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

دا چی دا لړۍ به تر کومې دوام لري؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د دفاعی چارو کارپوه او د پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر ملک نوید مشال ریډیو ته وویل چی تر څو د دغه ملک خلک د یو قام په توګه د تره ګرۍ پر ضد یو موټي شوي نه وي نو دا لړۍ به دوام لري:

(( په هیواد کې چې کوم قوتونه دي، هغه کې پوځ دی او که استخباراتي ادارې دی او که سیاسي حکومت دی او که مدني ټولنه ده او که رسنۍ دي. دا ټول خلک پر یو ډګر باندې باید راوستل شي او په کار ده چې د دوی په سوچ کې فرق نه وي او د دوی په سوچ کې یو شانوالی په کار دی او تر څو چی د سوچ یو شانوالی نه وي راغلی نو د یو مشترکه دښمن مقابله نه شي کېدلی))
XS
SM
MD
LG