د لاسرسي ځای

تازه خبر

سره صلیب په یو شمیر ولایتونو کې خپل دفترونه تړلي


د سره صلیب نړیوالې کميټې په ارزګان، کنړ او بادغیس ولایتونو کې خپل دفترونه تړلي دي.
د دې کمیټې ویاند حسیب رحیمي نن مشال راډیو ته وویل، دا پریکړه په ننګرهار ولایت کې د سره صلیب په دفتر له حملې وروسته وشوه.


رحیمي دغه راز وویل چې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې فعالیتونه به په ټول افغانستان کې وڅیړل شي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې په ننګرهار کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په دفتر حمله شوې وه چې یو افغان ساتونکې په کې وژل شوی و او یو افغان او یو بهرنی کارکوونکی ټپيان شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG