د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خیبر پښتونخوا حکومت بلدیاتي ټاکنو ته تیار دی"


د خیبر بښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر بښتونخوا اسمبلۍ

سپریم کورټ صوبو ته امر کړی چې تر ۱۵ سیپټمبره دې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره قانون سازي وکړي او له هغه پس دوو اونیو کې دننه دې بلدیاتي ټاکنې وکړي

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د بلدیاتی انتخاباتو لپاره یې تیاری نیولی دی او د ټاکنو لپاره يې د نوي قانون پر جوړولو هم کار پېل کړی دی.


پرون (دوشنبه) د پښتونخوا په حکومت کی د اتحادي ګوندونو پر استازو مشتملې یوې کارکونکې ډلې په دې لړ کې غونډه وکړه. په پښتونخوا کې د بلدیاتو صوبايي وزیر عنایت الله په دې اړه پرون د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په یو مرکه کې وکړې.

نوموړي وویل: (( زموږ حکومت هڅه کوي چې د سپریم کورټ له ټاکلې نېټې سره سم په صوبه کې د بلدیاتي انتخاباتو د کولو بهیر ترسره کړي. خو تر دې مخکې غواړو چې د بلدیاتي انتخاباتو په زاړه قانون کې سمسمکی (ترامیم) راوړو او یا نوی قانون جوړ کړو. او په درو څلورو ورځو کې به د قانون مسوده تیاره شي.))

دا په داسي حال کې ده چې پرون دوشنبه د پاکستان سپریم کورټ د بلدیاتی انتخاباتو د کېس د اورېدنې پر مهال ټولو صوبايي حکومتونو ته حکم کړی و چې د روان کال د سپټمبر د میاشتې تر ۱۵مې نیټې پوري دي د بلدیاتي انتخاباتو لپاره د قانون سازۍ عمل سر ته ورسوي او تر دغه نیټې وروسته دي په دوو هفتو کې دننه بلدیاتي ټاکنې ترسره شي.
XS
SM
MD
LG