د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې ۲۸ مشکوک وسله وال نیول شوي دي


په کوټه کې پر شیعه مسلکه هزاره ګانو یو شمېر حملې شوې دي. تر دې وروسته هزاره ګانو احتجاجي ناستې هم وکړې.
په کوټه کې پر شیعه مسلکه هزاره ګانو یو شمېر حملې شوې دي. تر دې وروسته هزاره ګانو احتجاجي ناستې هم وکړې.


په کوټه کې د پولیسو او ملېشه ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۲۸ مشکوک وسله وال نیول شوي دي.


د کوټې د پولیسو په خبره د دوي سرتېرو او ملیشه ځواکونو د خالې او اتوار په منځنۍ شپه د کوټې د سریاب په جیو کلي د کور په کور عملیاتو په ترځ کې ۲۸ مشکوک وسله وال نيولي او هم يې له دغه ځای وسله او چوونکي توکي تر لاسه کړي دي.

د پولیسو ډي آی جي اپرېشنز فياض سنبل په خبره په دې علمیاتو کې تر ۵۰۰ زیاتو پولیسو او د ملېشه ځواکونو سرتېرو ګډون کړی.

په جيو کلي کې دوي او مليشه ځواکونو د شپې شاوخوا لس نيمې بجې عملیات پېل کړل، چې درې نيم ساعته يې دوام درلود.

د فیاض سنبل په خبره دا عملیات وروسته له هغه پېل شوو، چې استخباراتو ورته په هم ياد کلي کې د ترهګرو او وسلې رپورټ ورکړی وو.

سنبل زیاتوي، په دې عملیاتو کې اتویشت شکمن کسان نيولي چې نامالوم ځای ته يې منتقل کړي دي.

په کوټه کې له یوې اوږدې مودې راهیسې وسله والې ډلې په فرقه ییز تاو تریخوالي او بریدونو کې ککړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG