د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر اېجنسۍ کې نښته، د ماشومې په ګډون ۱۳ وژل شوي

د تاو تریخوالي او عملیاتو له کبله له باړې سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي
د تاو تریخوالي او عملیاتو له کبله له باړې سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي
په خيبر ايجنسۍ کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ په نښتو او پر يو کور د مارټر ګولۍ راپريوتو په پېښه کې د يوې ماشومې په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

يوه ځايې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تیره شپه مشال ریډیو ته ویلی چې د جمعې پر ماښام د باړې په اکا خېل زاوه سیمه کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې ۱۰ وسله وال او ۲ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

بلخوا په میرګټ خیل سیمه کې د شکیل نومی تن په کور د مارټر ګولۍ د راپریوتو په نتیجه کې یوه ماشومه وژل شوې او یو بل ماشوم ژوبل شوی دی.

د چارواکو په خبره په ياد عملیاتو کې پوځی هیلي کاپټرو هم برخه اخیستې.

وسله والو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

په باړې کې له اوږدې مودې راهیسې پاکستانی پوځ د وسله والو پر ضد عملیات کوي.

د دې عملیاتو له کبله نه یوازې د ولس ځان و مال ته زیانونه اوښتي دي بلکې په زرګونه کورنۍ له سیمې خیبر پښتونخوا ته کډه شوې دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG