د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې تاو تریخوالی او مظاهرې روانې دي


په مصر کې د لرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو او مخالفانو ترمنځ په نښته کې ۳ کسان وژل شوي او اته ژوبل شوي دي .

دا نښتې د جمعې په ورځ ناوخته د منصوره په يوه ښارګوټي کې تر هغې وروسته وشوې چې په مصر کې پرون لسګونه زره کسانو مظاهرې کولې.

د دې مظاهرو ځینو ګډونوالو د لېرې کړل شوي ولسمشر محمدمرسي بیا واک ته د رسېدو غوښتنه کوله خو یوشمېر نورو د مرسي د لېرې کېدو هرکلی وکړ.په پرونیو مظاهرو کې د مرسي یوه پلوي وویل:

((زه د قانونيت د ملاتړ له پاره راوتلی یم نه چې د مرسي د ملاتړ له پاره. زه راغلی یم چې د قانون دفاع وکړم. دوی هغه وټ چې ما په صندوق کې اچولې وو غلا کړو. غواړم له السیسي څخه وپوښتم چې زما وټ څه شو؟ زما وټ څه شو سیسي؟ محمدمرسي خو هېڅ غلط کار نه و کړی ولې دې بندي کړو؟))

د وسله والو ځواکونو مشر او موقتي دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي د جولای پر درېیمه نېټه اعلان وکړ چې محمد مرسي نور ولسمشر نه دی.

د مصر پوځ د پنجشنبې ورځې پر ماښام خبرداری ورکړ چې هیڅ راز تشدد به ونه زغمي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG