د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژل شویو کارګرانو کورنیو سره دې مرستې وشي، کرزی


کابل - افغان ولسمشرحامدکرزي د هغو اتو کارګرانو له کورنیو سره د مرستې امر کړی چې وړمه ورځ طالبانو په لوګر ولایت کې ووژل.


جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي، ولسمشرکرزي د جمعې پر ورځ د لوګر والي، د چارو ادارې ریاست او د وزیرانو شورا دارالانشا ته دنده سپارلې چې د وژل شویو له کورنیو سره سمدستي مرسته وکړي.

د لوګر د چارواکو په وینا طالبانو اته تنه کارګران چې د امریکايي ځواکونو په یوه مرکز کې یې مزدوري کوله د پنجشنبې ورځې پر سهار په کلنګار سیمه کې یو ځای په ډزو ووژل.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفرډ د طالبانو دا عمل د انسانیت خلاف او وحشیانه عمل بللی.

د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې جنرال ډنفرډ د قربانیانو له کورنیو سره خوا خوږي ښودلې ده.
XS
SM
MD
LG