د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې ۲۰ ماشومان له خوړو مړه شوي


د هندوستان د مشرقي سیمو په یو سکول کې د مفت خوراک خوړلو نه پس لږ تر لږه شل ماشومان مړه شوي دي.

چارواکي وايي دا پیښه چې پرون د پټنه ریاست په مسرخ نومې کلي کې رامنځ ته شوه چې په کې په لسګونو نور متاثره شوي ماشومان هسپتال ته رسول شوي دي.

دچارواکو په وېنا ابتدايي تحقیقات څرګندوي چې په دې خوراک کې دهغه دوايي اچولو له وجې نقصان شوې کومه چې د اوږد وخت لپاره د پاک ساتلو په غرض دې خوراک کې اچول شوې وه.
د متاثره شوي ټولو ماشومانو عمرونه د اته او یوولسو کلونو ترمنځه دي.

حکومت د پیښې تحقیقات شورو کړي دي. یو فوډ انسپکټر یې معطل کړې او ددې سکول هیډ ماسټر د غفلت د تورونو سره مخامخ دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG