د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري په منځني ختیځ کې خپلې هلې ځلې جاري ساتلې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به نن هم په منځني ختیځ کې خپلو تازه هلوځلو ته دوام ورکوي.

ټاکل شوې ده چې جان کیري به د اردن په سرښار عمان کې د عرب لیګ د بهرنیو چارو د وزیرانو سره غونډه وکړي.

ددغو خبرو اترو موضوع د اسرایل او فلسطنیانو تر منځ د سولې د عمل بیا شورو کول دي.
او د مصر وروستي حالات او په شام کې روانه نا آرامي هم ددې غونډې په ایجنډا کې ځای لري.

جان کیري تیره ورځ په اردن کې ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر او د فلسطیني ادارې له مشر سره ملاقات اوکړو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حېث منځني ختیځ ته د جان کېري دا شپږم سفر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG