د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر لنډمهالې کابیني سوګند وکړ



د مصر د پوځ لخوا د محمد مورسي د حکومت ختمولو نه راپه دیخوا دا ددې هېواد اولنې لنډمهاله حکومت دی چې د وزیراعظم هازم الببلاوي په مشرۍ د هیواد چارې پر غاړه اخلي.

د لنډمهالي حکومت غړو په داسې حال کې د لوړې کولو دغه مراسم ترسره کړل چې پرون پر دوشنبه هم د پخواني صدر محمد مرسي پلویانو په قاهره او نورو ښارونو کې خپلو احتجاجونو او مظاهرو ته دوام ورکړ او نوې کابینه یې غیر آییني او غیر قانوني وګرځوله.
XS
SM
MD
LG