د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان صدراتي ټاکنې د اګست پر شپږمه


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي چې په هيواد کې به صدارتي انتخابات د اګست پر شپږمه نېټه کيږي. په دې لړ کې لومړی د انتخاباتو کميشن د صدارتي ټاکنو لپاره د اګست شپږمه نېټه تجويز کړه او د منظورۍ لپاره يې د اتنخابي کميشن مشر فخرالدين جې ابراهيم ته ليږلې وه چې د هغه لخوا ومنل شول.


دا ډول به د نوي ولسمشر اعلان د اګست پر اوومه نېټه کيږي. د پاکستان د ولسمشر ټاکنه د قومي اسمبلۍ، سېنېټ او صوبايي اسمبليانو غړي کوي. تمه څرګنديږي چې د زياتو چوکيو په لرلو سره به نوی ولسمشر د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې نومول شوی اميدوار وي.

د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري د چوکۍ موده د سپټمبر پر اتمه ته پای ته رسيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG