د ملي امنیت عمومي ریاست د تخار د چال ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال د نیولو خبر ورکوي.
د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر وایې، چې دا کس د تالقان په ښار کې د ماین ایښودلو پر وخت و نیول شو.
خو د نیولو د وخت په اړه یې جزییات نه دي ورکړل شوي.
ملی امینت وایی ،نیول شوي کس دا منلې چې د تروریستي ډلې جندالله لخوا ورته په شمالي وزیرستان کې د سړک غاړي ماینونو د جوړولو او پوځي برخه کې روزنه ورکړل شوې ده .