د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت باید د ټاکنو قانون ژر منظور کړي.یوناما


په کابل کې د ملګروملتونو د مرستو پلاوي یا یوناما پر ملي شورا غږ کړی چې د افغانستان د انتخاباتو قانون ژرترژره منظور کړي.


په کابل کې د یوناما یوه ویاند نظیف الله سالارزي مشال راډیو ته پرون وویل، ملګري ملتونه تمه لري چې یاد شوی قانون د ملي شورا د ګرمۍ له رخصتیو مخکې منظور او نافذ شي.

په کابل کې د ملګروملتونو دفتر همداراز وايي چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات په افغانستان کې د ثبات او دوامداره سیاسي انتقال لپاره اهمیت لري.

یوناما د افغانستان له ټولو سیاسي اړخونو غوښتې چې د افغانستان د اساسي قانون له احکامو سره سم د انتخاباتو په ترسره کولو کې مثبته ونډه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG