د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون برید دوه مشکوک وسله وال ووژل


په شمالي وزیرستان په سیمه میرعلي کې پرون په ډرون برید کې لږ تر لږه دري تنه وژل شوي دي.


پاکستان سرکاري ریډیو نن په خپله ویب پاڼه خبر خپور کړې چې دغه کسان په میرعلي کې د امریکا د بي پایلټه الوتکې په برید کې وژل شوي.

بلخوا د پاکستان امنیتي چارواکو پرون د یکشنبې یا اتوار پر ورځ ویلي، چې ۱۶ تنه مشکوک وسله وال په قبایلي سیمو کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي دا کسان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو او د پاکستاني ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG