د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوډان کې اووه سوله ساتي وژل شوي دي


د سوډان په ډارفر سیمه کې پرون اووه سوله ساتي کارکونکې د یوې پټې حملې په نتیجه کې وژل شوې.

د افريقا لپاره د ملګرو ملتونو مشن UNAMID وايي ، دا د امن د پرځای کولو په عمل کې په تېر پنځه کلن تاريخ کې تر ټولو بده پېښه ده.

دغه پېښه د ملګرو ملتونو د دې ادارې دفتر ته نزدې د ډارفر د جنوب په ماناواشي کې شوې، چې په نتيجه کې يې ١٧ نور سوله ساتي کارکونکې ژوبل شوي هم دي.
د وژل شويو پیژندګلو نه ده په ډاګه شوې، خو په دغه یسمه کې د تنزانيا پوځيان د سيمې د امن ټينګولو ذمه واري لري.

د کله نه چې په ٢٠٠٧م کال کې په سوډان کې د سوله ساتنې کار پيل شوى، د ملګرو ملتونو د دې کار تر ۴۰ زيات کارکونکې وژل شوي دي.
د پروني بريد پړه چا نده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG