د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګهای سازمان په افغانستان خبرې کوي


ټاکل شوې چې د شانګهاي د همکاریو سازمان غړي هیوادونه به نن په خپله غونډه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.

د روس خبري اژآنس انټرفاکس وايي ، روس پلان لري چې د افغانستان وضعیت په قرغزستان کې د شانګهاي د غړو هیوادونو په غونډه کې د بحث لپاره وړاندې کړي.

دا غونډه به تر دوه ورځو پورې دوام کوي.
په غونډه کې به د شام پر حالاتو هم خبرې وشي.

روس ، چین ، قرغزستان ، قزاقستان ، تاجکستان او ازبکستان د شانګهاي د امنیتي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه دي چې په نولس سوه شپږ نویم کال کې جوړ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG