د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا مصري پوځ ته ویلي، مرسې دې خوشې کړي


د مرسي پلویان په قاهرې کې د مظاهرې پر وخت
د مرسي پلویان په قاهرې کې د مظاهرې پر وخت

واشنګټن/ قاهره - امريکا د مصر پر پوځ غږ کړې چې له څوکۍ لرې کړل شوې ولسمشر محمد مرسي خوشې کړي.


د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياندې جین ساکي ويلي دي چې امريکا د جرمني له خوا د مرسي د خوشې کولو غوښتنې ملاتړ کوي.

جرمني له وړاندې خواست کړی چې مصري پوځ دې مرسي پرېږدي.

د جولاۍ پر ۳ مه د ولسمشرۍ له څوکۍ تر لرې کېدو وروسته اسلامپاله محمد مرسي په خلکو کې نه دی ليدل شوی.

چارواکي وايي، مرسي په قاهره کې د ريپبلکن ګارډ په يوه ودانۍ کې دی.

په قاهره کې د مرسي په زرګونو پلويانو د جمعې پر ورځ مظاهرې کړې دي.

دوی د ولسمشر په توګه د مرسي د بیا پر حالولو غوښتنه کړې ده.

په عین حال کې د مرسي مخالفانو هم مظاهرې کړې دي.

د نوموړي اخوان المسلمین پلویانو ویلي دی چې دوی به د پوځ په ملاتړي لنډ مهالي حکومت کې برخه وا نخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG