د لاسرسي ځای

تازه خبر

قلم تر تورې زورور دی.م.م ته د ملالې وینا


ملاله یوسفزۍ ملګرو ملتونو ته وینا کوي.
ملاله یوسفزۍ ملګرو ملتونو ته وینا کوي.

دا د عدم تشدد فېلوسوفي ما له باچاخان، ګاندي جي او مدرتېریزا څخه زده کړې ده. او د بښنې درس یا پند مې له خپل مور پلاره زدهکړی دی.

د ملګرو ملتونو قدرمن مشره بان کي مون د جهاني تعلیم لپاره د م.م ځانګړی استازي ګورډن براون او نورو قدرمنو مشرانو، خویندو وروڼو اسلام وعلیکم

د لوی خدای په نامه چې ډېر مهربانه او بښونکی دی.

دا د ویاړ ځای دی چې نن له ډېرې اوږدې مودې وروسته ستاسو پر وړاندې خبرې کوم.

دا زما لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی چې زما پر اوږو د بېنظیر بوټو شهید شال دی.

زه د هغه ټولو خلکو مننه چې زما د زغرده روغتیا لپاره یې دعاګانې کولې. ماته د نړۍ له لره بره په زرګونه پېغامونه، کارډونه او ګلونه پېرزو شوي. زه ستاسو د هر یوه جلا جلا مننه کوم.

د هغو وړو ماشومانو مننه کوم چې د دوی ماشومه وړو وړو خبرو ماته حوصله راکړه.

د هغه ټولو مشرانو مننه چې د دوی دعاګانو ماته حوصله او جرات راکړ.

په پاکستان، متحده عرب امارات او بریتانییا کې د هغو ټولو نرسانو او ډاکټرانو د زړه له کومې مننه کوم چې له ما سره یې طبي مرسته کړې، چې زه خپل ځواک بیا ومومم.

د ملګروملتونو د مشر بان کي مون مننه، چې د جهاني تعلیم نوښت یې پېل کړی. د جهاني تعلیم لپاره د م.م د ځانګړي استازي ګورډن براون مننه چې ما ته یې پرله پسې حوصله او همت رابښلی.

ګرانو خویندو وروڼو ملاله ورځ زما ورځ نه ده بلکې د هغه ټولو نجونو او هلکانو ورځ ده، چې د تعلیم لپاره یې خپل غږ اوچت کړی.

د نړۍ په لربر کې ترهګرو په زرګونه کسان وژلي دي. په میلیونونه یې ژوبل کړي دي، چې په هغو کې یوه زه هم یم. زه هم له هغوی یوه نجلۍ یم چې ستاسو پر وړاندې ولاړه یم. ما د ځان لپاره غږ نه پورته کړی. بلکې د هغو خاموشو او چوپو خولو لپاره مبارزه کوم چې غږ یې واورول شي.

زه له هغو وګړو سره یم چې د خپل حق لپاره مبارزه کوي، د دوی حق د سولې ژوند تېرول دي. د دوی حق چې له برمه ډک ژوند تېر کړي. د دوی حق چې د برابرۍ پر بنیاد موقعې ولري. د دوی حق چې تعلیم ولري.


ګرانو خویندو وروڼو د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر دولسمه نېټه طالبانو زه د تندي پر ګچ یا کیڼ اړخ وویشتلم. دوی زما ملګرې هم وویشتلې چې موږ غلې کړي. خو دوی بریالي نه شولو، نن له دغه غلي غږه په زرګونه نور غږونه راپورته شول.

ترهګرو دا فکر کاوه چې دوی به ما له خپلې موخې واړوي او زه به خپله لاره بدله کړم. خو زما په ژوند کې بې له دې چې کمزوري، ویره او ناهیلي مړه شوله، نور هېڅ بدل نه شول. د هغه پر ځای قوت، پیاوړتیا او حوصله راکې وزیږېدله.

زه هم هغه ملاله یم، هغه لاره مې نیولې ده، زما هیله او خوبونه هم هغه ده.



ګرانو خویندو وروڼو زه د هېچا پر ضد نه یم، نه د طالبانو او نه د ترهګرو او نه د هغه چا چې زه یې ویشتلې یم، زه له هغه کرکه نه کوم. او نه یې خلاف یم. بلکې زه د هغوی ماشومانو ته هم تعلیم غواړم.

ما دا زړه سوی او رحم د اسلام له ستر پېغمبر حضرت محمد ص، عیسی ع، او له بدها زدکړی.

دا د بدلون میراث موږ ته له مارټین لوتر، نېلسن منډېلا، محمدعلي جناح راپاته دی.

دا د عدم تشدد فېلوسوفي، ما له باچاخان، ګاندي جي او مدرتېریزا څخه زده کړې ده. او د بښنې درس یا پند مې له خپل مور پلاره زده کړی دی.

همدا زما خپل ځان راته وايي، چې سوله ییزه اوسه او له هرچا سره مینه کوه.

ګرانو خویندو وروڼو کله چې موږ په تیاره کې یو نو رڼا غواړو. کله چې موږ غلي وو نو د خپل غږ په ارزښت پوه شولو.

همدا ډول مې چې کله يه سوات کې توپک ولیدل، نو د قلم او کتاب ارزښت مو احساس کړ.

ویښیاران ډېر ښه وايي،چې قلم تر تورې زورور دی.

تندلاري او سختدریځي له قلم او کتابه ډارېږي.

د تعلیم قوت دوی ډاروي.

د ښځو غږ دوی ډاروي، ځکه خو یې په کوټه کې ۱۴ بېګناه زدکونکې ووژلې.

ځکه خو دوی په خیبرپښتونخوا کې ښځينه استادانې او د ګوزڼ څاڅکي ورکونکې کارکاکنان وژنې.

ځکه خو دوی هر ورځ زموږ سکولونه ورانوي، ځکه چې دوی ډارېدل او ډارېږي.

ترهګر د خپلو شخصي ګټو لپاره د اسلام او پښتني ټولنې نوم کاروي.

پاکستان یو سوله ییز هېواد دی، او پښتانه خپلو لوڼو او زامنو ته تعلیم غواړي.

د تعلیم لپاره امن ډېر ضروري دي. په افغانستان او پاکستان کې جګړې زموږ ماشومان له تعلیمه محرومه کړي دي. موږ له جګړې ستړي یو.

په هند کې په میلیونونه ماشومان د ماشوم زیارکښۍ له وجې له تعلیمه محرومه دی.

په نایجېریا کې ګڼ سکولونه وران کړل شوي دي.

په افغانستان کې انتهاپسندۍ له لسیزو راهیسې د خلکو ژوند متاثره کړی دی.

کوچنۍ نجونه په زوره ودول کېږي.

غربت، توکمپالنه(نسلپرستي)، محرومیت، ناانصافي او له بنیادي حقونو انکار هغه ستونزې دي چې نر او ښځې دواړه ورسره مخامخ دي.

ګرانو ملګرو نن مې لوی پام د نجونو او ښځو تعلیم دی، ځکه چې دوی تر ټولو زیاتې ځورېږي.

یو وخت وو چې ښځو فعالینو به زموږ د تعلیم لپاره غږ اوچتولی خو اوس به یې موږ په خپله اوچتوو.

نن موږ د نړۍ مشرانو ته وایو، چې خپلې تګلارې د امن او سوکالۍ پر لوري واوړوي.

موږ د نړۍ پر مشرانو غږ کوو چې د سولې هر تړون به د ښځو او ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو په شرط ترسره کېږي. هر هغه تړون چې د ښځو حقونه نه وي په کې خوندي نه وي نه یې منو.

موږ پر ټولو حکومتونو غږ کوو چې د نړۍ لربر کې دې د هر ماشوم لپاره لازمي تعلیم ډاډمن کړي.

موږ پر ټولو حکومتونو غږ کوو چې د ترهګرۍ او تشدد خلاف دې وجنګېږي، چې ماشومان له ځورونو او زیانونو خوندي کړل شي.

ګرانو خویندو وروڼه موږ د نړۍ د ماشومانو روښانه مستقبل لپاره سکولونه او تعلیم غواړو.

د خپل حق او غوښتنې پر لوري له تګه مو هېڅوک نه شي راګرځولی او نه مو څوک غږ غلی کولای شي. موږ به بدلون راوړ. زموږ غږ به بدلون راوړوي. راشی چې د تعلیم لپاره مبارزه وکړو.

یو قلم، یو کتاب یو استاد ژوند اړولای شي او راشی چې د دې لپاره یوه خوله او یو غږ شو.
XS
SM
MD
LG