ایرانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې دغه پیښه پرون ددې هېواد په جنوب کې د چابهار په ساحلي ښار کې وشوه.
دغه ځان وژونکي غوښتل چې د پولیسو یوه مرکز ته ورننوځي. ویل کیږي چې دغه سړی مخکې تر دې چې ووژل شي، پر پولیسو یې ډزې وکړې او یو شمیر پولیس یې زخمیان کړل.
تر اوسه د دغه برید کوونکي قومیت نه دی مالوم شوی.
چابهار د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې دی، چې اکثر اوسیدونکي یې سنیان دي.
تیرکال د اکتوبر په میاشت کې همددې سیمې په یوه جومات کې ځانمرګي برید شوې وو.