د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو: چاودنې دوه تنه وژلي اته ژوبل


د خیبر پښتونخوا په هنګو کې یوې چاودنې لږ تر لږه دوه تنه وژلي او اته نور یې ژوبل کړي دي.


د مشال راډیو خبریال د پولیسو د چارواکو له خولې وايي، چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته د هنګو ټل تحصیل د دوابې پر هغه سړک شوېده چې تورې وړۍ نومې سیمې ته ځي.

د پولیسو په وینا ، کېدای شي چې د مړو شمېر زیات شي. هغوی دا هم ویلي چې دا تر اوسه نه ده مالومه چې دا چاودنه وه او که ځانمرګی برید وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG