د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر په تاوتریخوالي کې ۳۰ کسان وژل شوي دي


په مصر کې د اسلامپاله ولسمشر محمد مرسي د لرې کېدو وروستو په راپورته شوي تشدد کې د رپورټونو له مخې شا و خوا ۳۰ کسان وژل شوي او يو شمېر ژوبل شوي دي.
په قاهره کې د مرسي د پلويانو او مخالفانو ترمنځ نښتې شوي ، د سرکاري ټي وي له مخې په دی کې د مړو شمېر ۱۷ ته رسېدلې ، له دی وروستو چارواکو ويلي وو چې ۱۲ کسان په سکندريا کې وژل شوي دي . پرون يو امريکايې ټلي وژن سره په خپلو خبرو کې د امريکا له پاره د مصر سفير محمد توفيق وويل ( دا هغه حالات دي چې اکثريته کې مصري اولس کوسو ته راوتي ، ۲۲ ميلينه خلکو درخواستونه جمع کړي او دا ټول غوښتنه کوي چې انتخابات دی زر تر زره وکړل شي، اوس مرسي او د هغه پلويان خلک مظاهرو ته هڅوي نو اوس له پوځ او مصري ټولنې سره له دی پراته بله هيڅ له ره نشته ، مخکې له دی چې نښتې او تشدد له کنټرول څخه بهر شي مداخله وکړي) دا تشدد روسته له هغې مخې ته راغلې چې د جمعې په ورځ د اخوان المسليمين په زرګونو پلويانو د اولسمشر مرسي د صدارت په څوکۍ د بحالولو له پاره مظاهرې کړي دي. د رپورټونو له مخې په قاهره کې تشدد روسته له هغې قلار شوې چې دغه ښار ته پوځيان ليږدول شوي. د کورانېو چارو وزارت وايې د اخوا ن المسليمين مرستيال مشر د تشدد راپارولو په تور نيول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG