د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصري ولسمشر مرسي پر لیرې کېدو نړیوال غبرګون


د مصر نوی لنډمهالی ولسمشر عدلي المنصور
د مصر نوی لنډمهالی ولسمشر عدلي المنصور

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په مصر کې د محمد مرسي په مشري د حکومت نسکورو پر اقدام اندیښنه ښودلې.


اوباما زیاته کړه چې واشنګتن غواړي په مصر کې ډیر ژر منتخب حکومت بیا واک تر لاسه کړي.

د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې حکومت یې مصر ته پر خپلو مرستو بیا غور کوي.
بل لور ته د سعودي عرب پاچا عبداله بن عبدالعزیز ال سعود عدلي المنصور ته د مصر د عبوري ادارې د مشر په توګه مبارکي ویلې ده.

قطر او متحد ه عربي اماراتو هم له ولسمشرۍ د محمد مرسي پر لرې کیدو خوښي څرګنده کړې ده.

د شام ولسشمر بشار الاسد چې په هیواد کې یې له دوو کلونو راهیسې جګړه روانه ده وایي، په مصر کې بدلون د سیاسي اسلام ماتې ده.

د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو خپلې کابینې ته امر کړی چې له هر ډول څرګندونو دې ډډه وکړي. خو بلخوا په دغه هېواد کې روان بدلون له نژدې څاري.

د مصر په باب د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ولیم هېګ په لندن کې له خبریالانو سره په خپلو څرګندونو کې وويل،”موږ هېڅکله هم په هېوادونو کې د پوځي لاسوهنې ملاتړ نه کوو. دمګړۍ برتانییا په دغه هېواد کې ډیموکراسي غوړېدل غواړي او تنه لرو چې هلته د واک جمهوري لېږد په سمه توګه ترسره شي. “

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند الېکسانډر لوکاسېویچ د مصر حالاتو ته په غبرګون کې وویل، چې دوی په دغه هېواد کې روان حالات له نژدې څاري او هلته یې خپلو وګړو ته ویلي چې هغو سیمو ته ولاړ نه شي چې ولسي لاریونه او تاوتریخوالی په کې روان دی.

د چین د بهرنو چارو وزارت ویاند هاو چېنینګ وویل د دوی هېواد د مصري ولس پرېکړې ته درناوی کوي. او زیاته یې کړه چسن تمه لري چې په مصر کې ښکېلې غاړې خپل ناندري او اختلافات په سوله ییزه توګه هوار کړي. د چین او مصر ولسونه ډېره ستره دودیزه ملګرتیا لري. په مصر کې که هر ډول حالات وو خو له دغه هېواد سره به د چین ملګرتیا کله هم وانه وړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG