د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسبملۍ د ډرون ضد پرېکړه لیک منظور نه کړ



پېښور: له تېرو درو ورځو راهیسې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې واکمن ګوندونه او اپوزیشن د ډرون بریدونو پر ضد د راوړل شوي پرېکړه لیک (قرارداد) پر سر د تودو بحثونو او سلا مشورو وروسته هم یو ګډ جوړجاړي ته ونه رسېدل- که څه هم د اسمبلۍ غونډه تر نامالومې نېټې وځنډول شوه خو د ډرون بریدونو پر په ضد وړاندې شوی قراردار له اسمبلۍ منظور نه کړل شو.


د جمعیت علماء اسلام ف ډلې د صوبايي اسمبلۍ غړي مفتي سید جانان مشال راډیو ته وویل، اپوزیشن وغوښتل چې، د ډرون بریدونو پر ضد په پرېکړه لیک کې دې د ناټو د رسد لارې بندولو غوښتنه هم وکړل شي ځکه چې پاکستان تحریک انصاف تر ټولټاکنو وړاندې په پېښور کې د ډرون بریدونو پر ضد په لارېون کې د ناټو رسد اکمالاتي لاره په پېښور کې تړلې وه-

مفتی سید جانان زیاته کړه چې اختلاف په دې خبره دا رامینځ ته شو چې د واکمن ګوندونو دریځ وو چې د ناټو اکمالاتي لارې بندولو د غوښتنی په لړ کې دې په پریکړه لیک کې داسې ولیکل شي چې که چېرې ډرون بریدونه نه بندیږي نو له کراچۍ دې د ناټو سپلايي وتړل شي او مخالفه ګوندونو غوښتل چې هم په پېښور کې دې د ناټو اکمالاتي لارې د بندولو غوښتنه وکړل شي:

((په یو ټکې باندی خبره ورانه شوه دوی ویل چې کراچۍ او موږ ویل چې تاسې خو لاريون دلته ترسره کړی وو نو په هغه وخت کې کراچۍ نه وه، نو په دې خبره موږ وران شو، بیا موږ وویل، چې کراچۍ مه یادوئ او داسې به ووایو چې له پاکستانه غځېدونکې هغه ټولې لارې چې افغانستان ته د ناټو لپاره سپلايي پرې کېږي هغه دې وتړل شي خو دوی وویل داسې موږ نه منو، بیا دوی وویل چې ان کېمره سیشن[د رسنیو نه پټه غونډه] به را وغواړو او سلا مشوره به وکو نو موږ ورته وویل چې سمه ده، دغه پټه غونډه راوغواړئ او هغلته به خبرې وکړو چې څه صورتحال دی))-

خو د خیبر پښتونخوا د قانون د صوبايي وزیر اسرار الله ګنډاپور نه مو چې کله پوښتنه وکړه چې د ډرون بریدونو پر ضد په قرارداد ولې یوی موافقې ته ونه رسیدلئ نو په ځواب کې نوموړي د خیبر پښتونخوا په اپوزیشن کې مسلیم لیګ ن او جمعیت علماء اسلام ته په اشاره وویل((د دې صوبې ځینې مخالف ګوندونه په مرکز کې په حکومت کې دي او هغوی غوښتل چې په دې قرارداد به له پوره سلا مشورې او سوچ او فکر وروستو یوه لاره راوباسو))

خو د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند او د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي مشال ریډیو ته وویل دغه قرارداد به د اسمبلۍ په راروانه غونډه کې بیا په اسمبلۍ کې وړاندي کوي او او د اسمبلۍ په راروانه غونډه کې به دا منظور کړل شي-

د یادونی وړ ده چې د عوامي نېشنل ګوند او پیپلز ګوند تېر صوبايي ایتلافي حکومت هم له اسمبلۍ د ډرون بریدونو پر ضد د هغه وخت له اپوزیشن سره په خوله پرېکړه لیک منظور کړی وو.

د خیبر پښتونخوا اوسنیو واکمنو ګوندونه یو ځل بیا د ډرون بریدونو پر ضد قرارداد له اسمبلۍ منظورول غوښتل خو د مخالفه ډلې په حمایت تر لاسه کولو کې یې بریا تر لاسه نه کړه او دا قراردار له اسمبلۍ منظور نه کړل شو-
XS
SM
MD
LG