د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاینات به ژر له ملالې سره یوځای شي


د ملالې خوندکۍ کاینات
د ملالې خوندکۍ کاینات


د خیبر پښتونخوا په سوات کې له ملالې یوسفزۍ سره د طالبانو په ډزو کې له هغې سره ژوبلې شوې دوې ملګرې کاینات او شازیه به خپلې لوړې په بریتانییا کې د دغه هېواد په خرچه ترسره کوي.


شازیه
شازیه
د اتم ټولګي زدکوونکې شازیه لا د وړاندې برتانییا ته رسېدلې او له ملالې سره لیدلي هم دي. خو د دوی بله ملګرې کاینات به هم ژر بریتانییا ته ولاړه شي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې کاینات وویل، چې دوی د ملګرو ملتونو لپاره د تعلیم خصوصي استازي ګورډن براون په بلنه برتانیې ته ځي. او خوشاله ده چې له ملالې سره له نژدې وویني. او هم هلته په برتانییا کې به خپلې لوړې زدکړې ترلاسه کړي. دا وايي د ډاکټرۍ زدکړو حاصلو خواهیش لري.

کاینات پر نورو جینکو غږ وکړ چې خپل تعلیم دې نه پرېږدي او دوی به هم خپله تعلیمي مبارزه او هلې ځلې جاري ساتي.

د مشال راډیو د خبریال نیاز احمد خان د یوې پوښتنې په ځواب کې کاینات وویل، د وی خپله داسې احساسوله او د محلت اوسېدونکو هم د وسله والو د ممکنه بریدونو له ویرې ورته وویل چې دا کور پرېږدي.

د کایینات پلار رياض احمد هم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، خوشاله دی چې لور به یې په بریتانییا کې لوړې زدکړې حاصلې کړي او د بریتنانییا د پخواني وزیراعظم ګورډن براون مننه کوي چې د هغه په هڅو یې لور د وړیا تعلیم حاصلو جوګه شوله.
XS
SM
MD
LG