د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر کې به د پوخلاینې هلې ځلې جاري ساتو، مرسي



د مصر ولسمشرمحمدمرسي وايي چې دی به په مصر کې د پوخلاینې لپاره خپل پلان ته دوام ورکړي.


د ولسمشر دفتر دا بیان نن د سېشنبې سهار وختی له هغه وروسته خپور کړ چې پرون پر دوشنبه پوځ په مصر کې د روان سیاسي بحران د حل لپاره سیالو سیاسي ګوندونو ته ۴۸ ساعته مهلت ورکړی وو. پوځ وویل چې که داسې ونه شي نو پوځ به یې د پای ته رسولو لپاره مداخله وکړي.

ولسمشر مرسي وویل، د پوځ وروستۍ نېټه یا الټيمېټم د ابهام خطر لرلای شي. د اپوزیشن اصلي ډلې- ملي نجات جبهې له مرسي سره د خبرو امکان رد کړی او ویې ویل چې د ۴۸ ساعته مهلت له ختمېدو وروسته به هم یوازې له پوځ سره چې دا الټېمېټم یې ورکړی خبرې وکړي. د ملي نجات د جبهې ویاند سامح عاشور وویل:

((د ملي نجات جبهه له خلکو غواړي چې په هېواد کې سوله ییزو غونډو ته دوام ورکړي او د ملت د ساتنې، د خلکو د یووالي او ملي امنیت لپاره د پوځ د وفادارۍ او د دوی پر سپېڅلې دنده زموږ بشپړ باور څرګند کړي))

په همدې حال کې د مصر دولتي خبري آژانس مینا راپور ورکړی چې د دې هېواد د بهرنیوچارو وزیر محمد کامل امر له خپلې دندې استعفی کړې. له یکشنبې ورځې راهیسې چې مظاهرو زور اخیستی دی د کابینې لږتر لږه پنځو وزیرانو استعفا کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG