د لاسرسي ځای

تازه خبر

کروشیا د اروپايي ټولنې غړې شوه


کروشیا په اروپايي ټولنې ورګډه شوله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:25 0:00

کروشیا په اروپايي ټولنې ورګډه شوله

بېګا پر نیمه شپه کروشيا په رسمي ډول د اروپايي ټولنې غړې شوه، په دې توګه دا ٢٨م هېواد دى چې د دغه ټولنې برخه ګرځي.


په زاګرېب کې د غړیتوب ترلاسه کولو وروستۍ شېبې شمارلو لپاره په سلګونو کسان راغونډ شوي ول،

کروشيا له هغه وروسته، چې له پخوانۍ يوګوسلاويا جدا شوه، تر دوو لسيزو زياته موده مخکې په اروپايي ټولنه کې شامله شوه، شپږ کاله يې په دې ټولنه کې پر غړيتوب سختې خبرې روانې وې.

دغه هېواد په داسې مهال په اروپايي ټولنه کې رسمي غړيتوب ترلاسه کوي، چې اقتصادي بحران لويه ستونزه ګڼل کېږي. دا مهال د ټولنې ګڼ هېوادونه هڅه کوي چې د پورونو له جنجاله د خلاصون په موخه د خرچې کمولو او مالیه زیاتولو په منځ کې خپل اقتصاد بیرته وغوړوي.

د بالکن هېواد کروشیا چې نژدې ۴ میلیون وګړي لري، هم له ورو اقتصادي ودې سره مخامخ ده چې دا مهال یې بېروزګاري ۲۰ فصیده ته لوړه شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG