د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
۱۴ ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
ژوندۍ
ژوندۍ
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
پښتونخوا او قبایل
بډه بیره کې چاودنه ۱۶ مړه ۳۰ ژوبل
جون ۳۰, ۲۰۱۳
بډه بیره کې چاودنه ۱۶ مړه ۳۰ ژوبل
شریک کړئ
شریک کړئ
چاپ کړئ
پخوانی انځور
د خالي په ورځ د پېښور سره په څنګ کې بډه سیمه کې چاودنه شوې چې دراپورونو پر اساس شپاړس کسان یې په ترڅ کې وژل شوي او دیرش نور ژوبل شوي دي. د پېښور ډپټي کمیشنر جاوید مروت وايي دمرګ ژوبلې شمیره تر دې زیاتیدلای شي.
له پېښور نه د مشال راډیو خبریال خبر راکوي چې چاودنه د بډه بیرې د پولیسو د مرکز سره په خوا کې شوېده.
د ریسکیو ون ون ټوټو په نوم د ژغورنې د یوې ادارې چارواکو نن مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې ژوبل شوي کسان د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.
د پېښې لیدونکي وايي چاودنه ډیره زوروروه وه او په ترڅ کې یې ګاډو او دوکانونو ته هم زیان رسیدلی دی.
دپښتونخواد اطلاعاتو وزیرشوکت یوسفزی وايي دوی په دې پېښه یوازې افسوس کولی شي. نوموړی وايي ترڅو د پاکستان مرکزي حکومت د ترهګرۍ په وړاندې خپله پالیسي بدله کړي نه وي، دویهیڅ ډول ګامونه نشي پورته کولی :
نښلول
شریک کړئ
شوکت یوسفزی / پېښور چاودنې په اړه
په لاس د
مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:01:27
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
| ایم پي ۳
له کړکۍ دباندې چلوونکی
د چاودنې پرمهال د پاکستان د امنیتي ځواکونو یوه قافله د سیمې نه د تیریدو په حال کې وه، تر دې ګړۍ چا د پېښې مسوولیت قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG