د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: په مروره کي عملیات روان دي



دکونړ والی فضل الله وحیدي دجمعي په ورځ مشال راډیو ته وویل چي له تیرو دریو ورځو په مروری ولسوالۍ کي ګډ پوځي عملیات روان دي چي تراوسه يي څلور وسله وال طالبان وژلي دی .

والي وايي په روانو عملیاتو او جګړو کي دوه تنه ولسي وګړي هم وژل شوي.

خو په سیمه کي وسله وال طالبان بیا دعوه کوي چي ددولت طرفدارو ځواکونو ته يي درنه مرګ ژوبله اړولي ،طالبان وايي په جګړه کي ددوي دوه ملګري وژل شوي او ددولتي ځواکونوپه ډزو کی پنځوو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي .خو والي وايي چي دانده معلومه چي ولسي وګړو ته دچا په ډزو کي زیان اوښتی دی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG