د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر، کوسوو د هیواد په توګه وپېژنده


د کوسوو د حکومت لوړ پوړی چارواکي وايي چې مصر د دې هیواد خپلواکي په رسمیت پیژندلې ده .

د کوسوو د بهرنیو چارو د وزیر په شمول پرون ددې هیواد درې چارواکو د ټویټر له لارې وویل چې مصر یې د هیواد خپلواکي په رسمي ډول منلې ده .

په هغه بیانیه کې چې د مصر د بهرنیو چارو د وزارت په ویب پاڼه په عربي ژبه خپره شوې راغلي ، پریکړه یې کړې ده چې کوسوو د یو خپلواک هیواد په توګه په رسیمت وپیژني .

په کوسوو کې اکثریت البانیايي نژادو په ۲۰۰۸ م کال کې له سربیا څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ .

د امریکا او د يورپي يونين د دوه ویشت هیوادونو په ګډون د سلو په شا او خوا کې هیوادونو د کو سوو خپلواکي منلې ده .

خو سربیا او د سويت يونين پخواني هيوادونو تر اوسه پورې کوسوو د خپلواک هیواد په توګه په رسمیت نه دی پیژندلی .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG