د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتونخوا حکومت خپله استخباراتي اداره جوړوي"


Pakistan -- A man carries a child, who was injured in a suicide bomb attack, to the Lady Reading Hospital for treatment in Peshawar, 21Jun2013
Pakistan -- A man carries a child, who was injured in a suicide bomb attack, to the Lady Reading Hospital for treatment in Peshawar, 21Jun2013

پېښور: د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي بیګا ماسخوتن له مشال ریډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د صوبې امنیت ټینګول د دوی د حکومت لومړۍ ترجیح ده او دوی د کورنیو چارو د محکمی تر سیوري لاندې یوه داسې استخباراتي اداره جوړوي چې د هغې د باوري معلوماتو په بنیاد به دوی د تره ګرۍ د پېښو مخنیوی کوي.


نوموړي وویل د تره ګرۍ د پېښو په لړ کې دوی ځکه محتاطه رویه خپله کړېده چې دوی دا اور مړول غواړي او په کار ده مرکزي حکومت د ترهګرۍ په لړ کې یوه قامي تګلاره جوړه کړي چې دوی په دې پوه شي چې دا د چا جګړه ده؟ ځکه چې تر دې دمه دوی په دې پوه نه دي چې ډرون بریدونه پر چا کېږي او څوک یې کوي؟

شوکت یوسفزي وویل، د صوبې امنیت ټینګول د دوی د حکومت لومړۍ ترجیح ده((تر څو چې د امنیت خبره ده، نو د هر یو حکومت دا لومړۍ تر جیح وي او زموږ د حکومت هم دا لومړیتوب دی چې په صوبه کې دې امن وي، که امن وي نو زموږ معیشت به پرمختګ کوي، زموږ ولس به خوشاله وي، کاروبار به روان وي،که امنیت خراب وي نو یو وزیر بهر نه شي وتلی د اسمبلۍ غړي بهر نه شي وتلی او د پرمختګ کارونه متاثره کېږي نو موږ ته تر ټولو زیات ضرورت د امن رواستل دي))

د ترهګري د مخنیوي په لړ کې د حکومتي ګامونو د یو پوښتنې په ځواب کې شوکت یوسفزي وویل، دوی د کورنیو چارو د محکمی یا هم ډیپارټمنټ د سوری لاندی دوی یوه داسې استخباراتي اداره جوړوي چې د هغې د باوري معلوماتو په بنیاد به دوی د ترهګرۍ د پېښو مخنیوی کوي((یو خو د دې لپاره موږ هم ډیپارټمنټ ته هدایات ورکړي دي چې د استخباراتي ادارو کردار او د معلوماتو تبادله نوره مؤثره کړو، او بل دا یو کوشش کوو چې د زړې زمانې د سي آی ډي او له اوسني سپیشل برانچه یوه مؤثره ایجنسۍ جوړه کړو چې تر واقعاتو وړاندي هغوی خبر ورکوي او د هغې په مرسته موږ د واقعاتو[دترهګرۍ] مخه ونیسو، بل موږ د پولیس د روزنې او هغې ته د جدید آلاتو ورکولو لپاره ګامونه اخلو))
XS
SM
MD
LG