د لاسرسي ځای

تازه خبر

وردګ: د يو شرکت لس تنه کارکوونکي تښتول شوي



چارواکي وايي، په ميدان وردګو ولسوالۍ کې طالب وسله والو د مرمر د ډبرو د يو شرکت پر ودانۍ بريد کړې دی چې پکې د شرکت يو کارکوونکی وژل شوی او دوه نور ژوبل دي، دوی وايي، طالبانو له ځای سره د شرکت لس تنه کارکوونکي او ساتونکي ژوندي تښتولي دي.


طالب وسله والو د مرمر د ډبرو په يو شرکت درې ورځې وړاندې بريد کړی دی، يو يې تن يې وژلی دوه يې ټپيان کړي او د شرکت لس تنه کارکوونکي يې ژوندي نيولي دي، چې تر اوسه یې لا مړی ژوندی نه دی مالوم شوی.

په بريد کې وژل شوي او تښتول شوي ټول کسان افغانان دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، وسله والو د دغه ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې د مرمرو د ډبرو پر شرکت بريد کړی دی.

د ده په خبره، په بريد کې د شرکت ودانۍ او ماشينونو ته هم زيان اوښتی دی.

"د وسله والو طالبانو يو ګروپ په دايميرداد ولسوالۍ په يو شرکت چې د سنګ مرمرو کار کوي، بريد کړی وو، په دغه بريد کې د شرکت يو کارکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دی، همدارنګه د دغه شرکت لس کارکوونکي طالبانو له ځان سره ژوندي بېولي دي."
تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې د غزني په قرباغي سيمه کې هم د خوړو د نړيوال سازمان درې تنه افغان کارکوونکي تښتول شوي وو، چې وروسته د قومي مخورو په هلو ځلو راخوشې شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG