د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتو زدکړه: ب بکري که ب بزه


د بلوچستان وزیراعلی،ډاکټر عبدالمالک بلوڅ څو ورځې مخکې د صوبایي بجټ وړاندي کولو پر وخت ویلي ول چې د دوی حکومت به د صوبې مورنۍ ژبې په سکولونو کې د نصاب برخه وګرځوي. له دغه اعلانه وروسته، په صوبې کې د خلکو تر مېنځ نوی بحث پېل شوی دی.ځیني خلک دې پرېکړې ته خوش بینه دي او ځیني بیا دا یو عارضي کار بولي.


د سید محمد جان درمان په نامه یو کس وایي چې ماشومانو ته په مورنۍ ژبو کې تعلیم ورکول د وخت او زمانې ضرورت دی

٫٫موږ چې چیرې هم بهرني هېوادونو کې لیدلي دي نو هلته ماشومانو ته لومړنۍ او بنیادي زدکړې په مورنۍ ژبې ورکول کېږي. اصل خبره هم دا ده چې ماشومانو د نورو ژبو په پرتله په خپلې مورنۍ ژبو کې ډېر ښه تعلیم او پوهه ترلاسه کولای شي.اوس که ته زموږ د سیمې ماشوم ته ووایې چې ٫٫ب٬٬ مانا ٫٫بکري٬٬ (په اُردو کې بزې ته بکري وېل کېږي)،نو ماشوم به یقینًا په سوچ کې شي،لېکن که ته ورته ووایې چې ٫٫ب٬٬ مانا ٫٫بزه٬٬ نو هغه به ډېر ژر په سبق سر خلاس شي٬٬

محمد عثمان نومي کس بیا وایي،په نورو ژبو کې د تعلیم له وجې د ماشومانو ذهني کچه ډېره کښته وي

٫٫ماشوم چې کوم څیز په اُردو ژبه زده کوي،پر هغه ده ډېر زور او خوارې لګولې وي.له ډېر غور او فکر کولو وروسته د ده ذهن خبرې ته ور رسېږي،لیکن که ده ته پښتو کې زده کړه ورکړې،نو ماشوم ذهن یې ډېر ژر قبولوي.وجه؟وجه دا ده چې پښتو د ده د خپل کور اوچاپیرېال ژبه وي٬٬

سید محمد درمان زیاتوي،د خپلې ژبې لیک لوست نه کول پښتو ته عیلمي تاوان رسولی دی

٫٫په لکونو او کروړونو پښتنو کې به په سیمه کې ۵ زره پښتانه هم نه کړې ترلاسه،کوم چې خپله ژبه لیکلی شي.ګوره،دا خطرناکه وضع ده.که لیک لوسته کومه ژبه کې نه کېږي،هغه ژبه له مېنځه ځي.هغه بیا ډوبېږي٬٬

یو بل کس مسعود احمد بیا د صوبایي حکومت پرېکړه ستایي،خو په دې شرط

٫٫دا ډېر ښه کار دی،خو اوس به ګورو چې حکومت مو بچیانو ته څه ورښیي؟ ګورو به چې موږ ته د جنګ او جګړې خبرې نه په کې را وښیي.په موږ د پوهې او سولې خبرې زده کړي. زموږ تر اوسه چې څه کتابونه جوړ شوي دي،هغه ټول د جنګ او د تورې خبرې لري.٫٫ټ٬٬ ټوپک،یاني زما ماما ټوپک لري.٫٫ت٬٬ تُوره،زما ماما تُوره لري.دا څیزونه یې را زده کړي دي.اوس وخت بدل دی.اوس به د نن سبا له وخت اوضروریاتو سره برابر نصاب ترتیبېږي٬٬

عبداللطیف نومي کس بیا نظر لري چې د مورنۍ ژبو د تعلیم پرېکړه باید چې د ټول عُمر لپاره خوندي کړي.

٫٫دلته پاکستان کې ډیموکراسي شته، خو له بده مرغه چې نوی حکومت راشي، هغه بیا د تېر حکومت ټول کارونه او پروژې ختموي او خپل نوي پروګرامونه ترتیبوي. ځکه په کار ده چې بلوچستان حکومت د مورنۍ ژبو په اړه خپله پرېکړه د آیین او قانون سازي په منګولو کې خوندي کړي او خپلې دغې پرېکړې ته باقاعده آییني شکل ور کړي،نو بیا به یې هیڅوک هم،ماسیوا له آییني او قانوني لارې،نه شي بدلولی٬٬

ېاده دې وي،بلوچستان حکومت د کال ۱۹۹۰ په لسیزه کې هم په صوبه کې پښتو او نورې مورنۍ ژبې د تعلیم برخه ګرځولې وې،خو وروسته له شاوخوا ۵ کلونو تېرېدو وروسته،هغه پرېکړه بدله شوه او هغه هر څه ختم کړل شول،خو اوس د ډاکټر عبدلمالک بلوڅ په مشرې کې نوي صوبایي حکومت یو ځل بیا هغه عمل د شروع کولو اعلان کړی دی
XS
SM
MD
LG