د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غندلو نه کېږي، پوځ دې سم ګامونه واخلي: سراج الحق


پراګ - د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د نهو سیلانیانو تر وژنې وروسته په قبایلي سیمه کورمه کې بمي چاودنه شوې ده چې په کې یو کس وژل شوی او شپږ ژوبل دي.


د ګلګت بلتستان د وژنو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

په تېره یوه اوونۍ کې په پښتونخوا کې دوه لویې چاودنې وشوې چې په کې یوه په مردان کې د جنازې لمونځ او بله په پېښور کې د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمونځ پر وخت وشوه.

په مردان کې د تحریک انصاف ګوند له خوا د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی عمران مومند ووژل شو.

د مردان او پېښور په دواړو چاودنو کې لسګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول.

په پښتون مېشته سیمو کې د تاو تریخوالي لړۍ یو ځل بیا په داسې حال کې پیل شوې ده چې د پاکستان وفاقي او د پښتونخوا صوبايي حکومتونه دواړه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په ذریعه امنیت راوستل غواړي.

په پېښور کې مې د پښتونخوا اېتلافي حکومت له سینییر وزیر سراج الحق سره خبرې وکړې. له ده مې وپوښتل چې طالبانو منور حسن، نواز شریف او مولانا فضل الرحمان درېواړه د خبرو اترو له پاره د ضمانتیانو په توګه ټاکلي ول، نو اوس د خبرو په ذریعه د امنیت ستونزه ولې نه هواروي؟

سراج الحق وویل، تر هغو چې د پاکستان پوځي اېسټیبلېشمېنټ قاطع اقدامات نه وي اخیستي تر هغو د امنیت ستونزه نه هوارېږي.

ده وویل، له غندنو سره هیڅ نه کېږي، باید پوځي اداره او د ټول پاکستان سیاسي مشرتابه یو ځای کښېناستل د نا امنۍ ورکولو کې تر ټولو مهم کردار لري.

ده زیاته کړه چې که د نا امنۍ پېښو په غندلو ستونزه هوارېدای نو عوامي نیشنل ګوند خو تل غندنې کړې دي، باید مسله حل شوې وای.

له سراج الحق سره مرکه د غږ په ځای کې واورئ:

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG