د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور ځانمرګی برید، د وژل شویو شمېر ۱۵ ته رسېدلی

پېښور - د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور د څمکنیو په سيمه کې د جمعې د ورځې په ځانمرګې بريد کې د وژل شویو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.


په بريد کې له ۳۰ زيات کسان ژوبل شوي هم دي.

د پېښي قربانيان خاورو ته سپارل شوی او پوليسو د نامالومه کسانو پر ضد مقدمه درج کړی ده.

بلخوا د خيبر پښتونخوا حکومت د موجوده امنيتي حالاتو په اړه د لوړ پوړو چارواکو غونډه رابللي ده.

د جمعې د ورځې ځان مرګی برید په حسینیه جومات کې شوی وو چې د اهل تشیع جومات دی.

دا چاودنه د جمعې د لمانځه تر خطبې مخکې وشوه.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG