د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان: د طالبانو نومول شوی والي او نور وژل شوي


دنورستان چارواکي وایی چې د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي او د هغه څوتنه ملګري وژل شویدي.
د نورستان د والي ویاند ظاهر بهاند مشال راډيو ته وویل چې ملا دوست محمد او درې نور وسله وال طالبان تیره شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د بی پلیوټه امریکایۍ الوتکې په برید کې وژل شويدي. ښاغلي بهاند وايي چې ایساف ځواکونو هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې د نورستان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا دوست محمد وژنه تایید کړېده. خو وسلوالو طالبانو لا تراوسه پدې اړه څه ندي ویلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG