د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې ویر، هړتال دی


په کراچۍ ښار کې د متحده قامی موومنټ د صوبايي اسمبلی غړي د وژنې پرضد نن په ښار کې هړتال دي. د ايم کيو ايم ګوند صوبايي اسمبلي غړي ساجد قريشی او د هغه ځوی پرون وسلوالو د کراچۍ ښار په نارت ناظم اباد کې وژلي.
د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان پرون د نامالوم ځایې څخه مشال ریډیو ته ویلي چې ساجد قریشي د دوي وسله والو په کراچۍ کې په نښه کړی دی .
د کراچۍ سوداګرو او ټرانسپورټرانو د ايم کيو ايم لخوا د هړتال ملاتړ کړیدی چې له امله یې نن په ښار کې ژوند په ټپه ولاړ دی . تعلیمي ادارې هم نن په مکمله توګه بندې دي او به دغو ادارو کې نن ترسره کیدونکې امتحاني پرچې ځنډول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG