د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې د امن لښکر درې کسان وژل شوي دي


په قبايلي سيمه باجوړ کې د شنبې پر سهار د بمي چاودنې په نتيجه کې د امن کمېټۍ يو مشر وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی.

يوه ځايي چارواکې نن مشال راډيو ته وويل، دا پېښه په چمرکنډ تحصيل کې شوې ده.

بلخوا د باجوړ هېډکوارټر خار کې وسله والو پر يو چيک پوسټ بريد کړي چې په کې د امن لښکر دوه غړي وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وينا پېښه پرون د خار، مارم غونډۍ کې شوې چې وسله والو د امن لښکر په غړو بريد وکړ.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې د خيبر پښتونخوا ګورنر د باجوړ په سفر وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG