د افغانستان او پاکستان چارواکو د ملګرو ملتونو په سلامتي کونسل کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستاني غاړې ته د اسلامي سختدریځو د موجودګۍ پر سر ناندرۍ ښودلی.
د ملګرو ملتونو له پاره د افغانستان سفیر ظاهر طنین د زیارت پر ورځ سلامتي کونسل ته وویل، چې د پاکستان په خاوره کې اوس هم د ترهګرو پټنځایونه دي او ځينو عناصرو د خارجه پالیسۍ د برخې په ډول د ترهګرۍ استعمال جاري ساتلی دی.
خو د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان سفیر مسعود خان د دغه بیان په ردولو سره وویل چې ترهګر د پولې دواړو غاړو ته کار کوي او په پاکستان کې ترسره شوي ډیري وسله وال بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وي.
د دواړو خواوو د چارواکو دغه څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلې چې پاکستان وویل له امریکا سره د امن خبرو اترو ته د طالبانو په آماده کولو کې یې مهم رول لوبولی دی.