د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوحه کې د طالبانو لوحه هېسته کړل شوه


افغان او امریکايي چارواکي وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیرې له ولسمشر حامد کرزې سره د چارشنبې په ورځ دوه ځلې تیلفونې خبرې کړي او نوموړې ته یې ډاډ ورکړی چې په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره واشینګټن هم د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په نوم موافق نه دی.


د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي برایه شپه مشال راډيوته وویل، جان کیري په وروستيو ټيلیفوني خبرو کې ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې د قطر حکومت په دې اړه یو شمیر اقدامات کړي او هغه لوحه یې لرې کړې ده چې پرې د طالبانو د اسلامي امارت د سیاسي دفتر نوم لیکل شوی و.


بل خوا د قطر دولتي خبري اژانس د چارشنبې په ورځ د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت هغه بیان خپور کړی چې وايي ، هغه رسمي نوم چې د دې دفتر لپاره پرې موافقه شوې هغه ( په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ) دی، نه د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امریکا له طالبانو سره د خبرو لپاره یو مشخصه نیټه نه ده ټاکلې .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې جین پساکي خبریالانو ته وویل هغه راپورونه چې وايي په قطر کې له طالب استازو سره د امریکايي چارواکو د خبرو نیټه ټاکل شوې سم نه دي.

تر دې مخکې د لویدیځو رسنیو په بیلابیلو راپورونو کې ویل شوي وو چې طالب استازي او امریکايي چارواکي به نن ( پنجشنبې ) په دوحه کې چې طالبانو په کې خپل سیاسي دفتر پرانیستی خبر ي اترې وکړي .

خو رسنۍ وايي په دوحه کې د طالبانو د دفتر د نوم په سر چې د تېرې نهې پر ورځ د پرانیستنې په مراسمو د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په نوم یاد شو کړکیچ د دې خبرو اترو د ځنډېدو سبب شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تایید کړې، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازي جیمز ډوبین پلان شوی سفر ځنډیدلی دی.

بل خوا د رویټرز خبري اژانس د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي دي چې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې چې په دوحه کې د طالبانو د دفتر د نوم پر سر راپورته شوي کړکیچ یو څه ځنډولې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.


یوه ورځ وروسته له هغې چې طالبانو په دوحه کې خپل سیاسي دفتر پرانیست ددې ډلې یو استازي ، د نورو افغان ډلو سره د واک د شریکولو په اړه چمتوالی ښودلی دی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم د مشال ريډیو ته وویل، دوی د واک د انحصار په لټه کې نه دي بلکې غواړي د ټولو افغان لورو په ګډون یو حکومت رامنځ ته شي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی به له افغان حکومت سره خبرې وکړي که نه طالب استازي محمد نعیم وویل :((د دوحې رفتر د خبرو له پاره پرانیستل شوی دی))

واشینګټن په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو هرکلی کړی دی او د چارشنبې په ورځ براک اوباما له دې بنسټپالې ډلې سره د خبرو اترو د پیلولو دفاع وکړه.
XS
SM
MD
LG