افغان حکومت وايي، هغه افغان بنديان دې په دوو اوونيو کې افغانستان ته وسپارل شي، چې دا مهال د برتانیوي ځواکونو په زندانونو کې دي.
د ولسمشر وياند ايمل فيضي مشال راډيو ته وويل، د برتانیوي ځواکونو له خوا، د دغو افغان بنديانو ساتنه، د افغانستان له ملي حاکميته سرغړونه ده:
((څه موده کېږي چې ځينې افغانان په هېواد کې د نافذه قوانينو برخلاف په افغانستان کې د برتانیوي ځواکونو تر ولکې لاندې زندانونو کې په بند دي. دا کار په څرګنده د افغانستان له ملي حاکميته سرغړونه ښيي.))
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د شنبې پر ورځ په کابل کې د برتانيا له سفارته وغوښتل، دغه ټول بنديان تر راتلونکو دوو اوونيو پورې افغان حکومت ته وسپاري.
د برتانيا د دفاع وزارت په وروستيو کې ويلي، تيار دى شاو خوا ٩٠ افغان بنديان چې په بېسشن کیمپ کې شپې سبا کوي، افغان حکومت ته وسپاري.