د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خیبره ازاد امیدوار ناصر خان اپرېدی کامیابه شو


له خیبره ازاد امیدوار ناصر خان اپرېدی
له خیبره ازاد امیدوار ناصر خان اپرېدی


فرهاد شینواری

د خیبر ایجنسۍ این اې شپږ څلویښتمې حلقې یانی باړې او تیرا د خلکو د بیا ووټ اچولو عمل تیره ورځ په جمرود کې سر ته ورسیده،او په ۲۱ پولنګ سټیشنو باندې یې خلکو بیا ووټ واچولو.


د شپږ څلویښتمې حلقې ریټرننګ آفیسر محمد ناصر وایې چې(( له دې حلقې ازاد امیدوار ناصر خان آپریدي (۴۱۳۴) رایې ترلاسه کولو سره په اول نمبر راغلی دی،د پاکستان تحریک انصاف ګوند امیدوار اقبال آپریدی (۳۵۷۱) رایې ترلاسه کولو سره په دویم نمبر راغلی دی، او پحوانی ایم این اې حمیدالله جان آپریدی (۳۳۴۱) رایې ترلاسه کولو سره په درېیم نمبر راغلی دی))

نوموړي زیاته کړه چې ((د حتمي او سرکاري نتیجې تر مخه ناصر خان آپریدي د شپږ څلویښتمې حلقې یانی باړې او تیرا نه د قامی اسمبلۍ غړۍ منتخب شواو حتمي نتیجه یې الیکشن کمیشن ته ولیږله))

یاده دې وی چې د شپږ څلویښتمې حلقې باړې او تیرا بې کوره شوو خلکو له پاره د مې په یولسمه نیټه په جلوزو کډوالو کیمپ، د کرمې په درانی کډوالو کیمپ،کالا خیلو باړه،سم غاښي او د جمرود په شاه کس سیمه کې ټولې ۵۷ پولنګ سټیشنې جوړې شوې وې، چې په شاه کس کې پر هغه ورځ په ووټر لسټونو کې د نیمګړتیاو په مسله بدنظمي جوړه شوه او د امیدوارانو د پلویانو ترمنځه پکې نښتې وشوې او د ووټ اچولو عمل پکې رایسار شو او بیا الیکشن کمیشن دا پریکړه وکړه چې دلته به په ی۲۱ پولینګ سټیشنو بیا انتخابات ترسره کیږي،او دغه انتخابات تیره ورځ په جمرود کې وشول.

د ویلو وړ ده چې د خیبر ایجنسۍ په شپږ څلویښتمه حقله باړه او تیرا کې له تېرې اوږدې مودې راهیسي بد امني ده او په باړه کې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځي عملیات روان دي،او زیاتره خلک ترې بېکوره شوي دي،چې دا مهال یې ډيری کورنۍ په جلوزو کډوالو کمپ کې هم ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG