د کونړ والي وایي چې د ولایت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې درې ملکي کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.
فضل الله وحیدي وایي تېره شپه پر کور باندې د یوه راکټ په لګیدو سره درې ماشومان ووژل شول او د همدې کورنۍ شپږ نور کسان ټپیان شول.
بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
امریکا د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې دارنګه حملې د وسلوالو مخالفینو پر ضد کوي.