د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی دی


پرون د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس ؛ فارس؛ تهران ته د طالبانو د یو لوړ رتبه پلاوې د سفر خبر خپور کړ.

ایسوسي ایټډ خبري اژانس د فارس خبري اژانس په اړه وايي چې تهران ته د طالبانو دا هیت په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتره ورغلی، او په ایران کې يي د ایران د امنیتي چارواکو سره لیدلي دي . خو په دغه اړه يي نور جزیات نه دي ښکاره کړې.

د افغانستان د سولې عالي شورا پرون د مشال ریډیو افغان څانګې ته ویلي، په دې اړه په مطبوعاتو کې خپاره شوي راپورونه ورته رسیدلي خو دا خبر لا نه شي تایدولې.

په هم دې حال کې د پاکستان ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې نن لیکلي، د طالبانو درې کسیز پلاوې ایران ته د اړیکو د ترمیمولو لپاره تلي دي. ورځپاڼه وايي چې د طالبانو دوه چارواکو ورته ویلي چې د دوي پلاوې ایران ته تللي دی. دوي دغه راز ویلي چې سید طیب اغا، مولوي شهاب الدین دلاور، او شیرمحمد ستانکزۍ د طالبانو په پلاوي کې شامل کسان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG