د لاسرسي ځای

تازه خبر

د استانبول وروسته په ټوله ترکیه کې مظاهرې


د ترکیې په استانبول کې پر یوې سوله ییزې مظاهرې پولیسو برید وکړ. تر دې وروسته مظاهرې د ترکیې نورو ښارونو ته هم خپرې شوې.

پرون سهار (د جمعې ورځ) پولیسو په استانبول کې له اوښکي بهونکي ګاز او اوبو کار واخیست څو په سلګونو مظاهره کوونکي سره خواره واره کړي.

دا څومه ده چې د استانبول په تقسیم میدان کې چې د مظاهرو یو زوړ مرکز دی، د حکومت د یوه انکشافي پروګرام د مخنیوي له پاره خلک مظاهره کوي.

وروسته بیا په زرګونو کسان په دې سیمه کې راغونډ شول او د رجب طیب اردوغان د حکومت او د هغه د اسلام پلوي ګوند، عدالت او ترقي پرضد یې شعارونه ورکړل.

لومړۍ مظاهره تقسیم میدان ته څیرمه په یوه پارک کې د یو تجارتي مرکز د جوړیدو د مخنیوي له پاره وشوه.

د استانبول والي وویل، ۱۲ تنه د اخیستو ټپونو له امله روغتونونو ته انتقال شوي دي.

پرون ناوخته په انقره او د ترکیې په دوو نورو ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG