د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له ایرانه د افغان ماشومان شړل څېړو"




د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت وايي چې د هغو راپورنو په اړه به جدي څیړني وکړي چې له مخې يي ویل کيږي ایران له خپلې خاوري شاوخوا زر تنه افغان ماشومان ایستلي دي.



د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال سیامک هروي پدې اړه مشال راډيو ته وویل:

“د بهرنیو چارو وزارت دغه موضوع له خپله اړخه څېړي، په هغه صورت کي چي نوري امنیتي او حکومتي ادارې یې ومني،.د بهرنیو چارو وزارت به دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي او ایراني چارواکو ته به هم ووايي”

په هرات کې دبشري حقونو دخپلواک کمیشن دسیمه ییز دفتر مسولين وايي چې ایراني ځواکونو تر زرو ډير افغان ماشومان د هغوی له کورنیو پرته په زوره افغانستان ته لیږلي دي.

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیشن هم د ایران دغه عمل د بشري اصولو پرخلاف بللی دی.
XS
SM
MD
LG