د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند:له افغان عسکرو سره نښته کې ۱۸ طالبان ووژل شو



د هلمند چارواکي وايي چې په ګرمسير ولسوالۍ کي تیره ورځ د افغان ځواکونو او وسلوالو مخالفانو ترمنځ نښته کې اتلس تنه طالبان وژل شوي او اتلس نور ټپيان شویدي.


د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي پدې نښته کې یواځي يو پوليس ټپي شوى دى.
طالبانو پدې پیښه کې د خپلو دوو ملګرو وژل کیدل تایید کړیدي.

بلخوا د جوزجان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سید زمان الدین حسیني وايي چې نن سهار دشبرغان سرپل په لویه لاره کې وسلوالو مخالفانو دپولیسو پر یوې پوستې حمله کړې چې ۳ پولیس یې وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG