د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات او شانګله کې چاودنو ۶ تنه وژلي ګڼ ژوبل



بېګا ماښام د خېبر پښتونخوا په شانګله کې یوې چاودنې د پولیسو پنځه عسکر وژلي دي. تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د شانګلې په الوچ سیمه کې د پولیس موټر په ریموټ کنټرول بم په نښه شو چې د پولیسو د ضلعي مشر خان بهادر په ګډون پنځه تنه پولیس عسکر په کې وژل شوي دي.


د الوچ د تاڼې مشر سوراب علي خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل، چې ډي اېس پي خان بهادر له نورو امنیتي سرتېرو سره پر ګشت وو چې د سړک غاړې بمي چاودنه ورباندې وشوه. په دغه چاودنه کې ډي اېس پي، د هغه ډرایيور او درې پولیس ووژل شول.

د تحریک طالبان پاکسان ویاند احسان الله احسان نن مشال راډیو ته وویل چې دا برید دوی کړی دی.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د سوات په مېنګلور کې پر یوه موټر په شوې چاودنه کې یو کس وژل شوی او نور اووه تنه ټپيان دي.

برید د یوه ځايي کس پر ګاډي شوی چې په کې د هغه زوی وژل شوی او د درو تنو ښځو په ګډون نور اوه تنه ژوبل دي.

د پولیس تاڼې مشر حمادالدین، مشال راډیو ته وویل چې چاودنه نن نهې پر ورځ سهار وختي د مېنګور په بيش بڼ سيمه کې په ریموټ کنټرول بم شوېده. د وسله والو پر ضد لټون روان دی.

لا تر اوسه چا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
XS
SM
MD
LG